کاناډا یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته سفر ونه کړي

Oplus_131072

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې «په افغانستان کې د ناپایدار امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، روانو وسله‌والو نښتو، د انسان‌تښتونې، نیول کېدو او خپل‌سرو توقیفونو د خطر، د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو د چارواکو له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» له امله افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ډېر ناپایدار او خطرناک دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته ویلي: «که تاسو په افغانستان کې یاست، د اړتیا په صورت کې د خوندي ځای ته د لېږد او د خپل شخصي امنیتي پلانونو د بیا ارزونې په اړه احتیاط وکړئ. په یاد ولرئ چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ د امنیت مسؤولیت ستاسو پر غاړه دی.»

دغه وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې د کاناډا سفارت خپل فعالیتونه ځنډولي او په افغانستان کې د قونسلي مرستو او نورو ملاتړونو د وړاندې کولو لپاره د کاناډا وړتیا ډېره محدوده ده.

کاناډا تر دې وړاندې هم څو ځله له خپلو وګړو غوښتي وو چې د امنیتي خطرونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.

کاناډا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی او د طالبانو حکومت په افغانستان کې په رسمیت نه پېژني.

خو له دې سره سره، کاناډا ګڼو افغان سیاسي او فرهنګي فعالانو، ښځو او خبریالانو ته پناه ورکړې او هغوی یې له افغانستان څخه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، بهر انتقال کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته