سټیو ویتکاف: په نیویارک کې له ایراني پلاوي سره د منځګړو له لارې خبرې کوو

Oplus_131072

سټیو ویتکاف، د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی، وايي چې په نیویارک کې له ایراني پلاوي سره خبرې د منځګړو له لارې روانې دي.

ویتکاف نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ) پر اېکس لیکلي چې د خبرو یوه دوره په بریالیتوب پای ته رسېدلې ده.

هغه ویلي: «د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې، موږ له ایراني پلاوي سره د هغو منځګړو له لارې تفصیلي خبرې وکړې چې د ورځې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ تګ راتګ کاوه.»

هغه زیاته کړې: «هغوی د خبرو یوه دوره په بریالیتوب پای ته ورسوله، چې هیله لرو رغنده او هیله‌بښونکې وي. منځګړي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

اوسمهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې دي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي هم په نیویارک کې دي.

تمه کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ مستقیمې خبرې هم ترسره شي، خو تر اوسه داسې کوم پلان په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د اروپا مشران هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې، کایا کالاس، د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.

مېرمن کالاس پر اېکس له عراقچي سره د خپلې لیدنې یو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې خبرې کړې دي.

مېرمن کالاس لیکلي: «موږ د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو لپاره د دیپلوماتیکو لارو چارو په اړه خبرې وکړې.»

هغې زیاته کړې چې له جګړې مخکې د هرمز له تنګي څخه د بېړیو د تېرېدو لپاره هېڅ ډول محصول یا لګښت نه و، او له جګړې وروسته هم باید داسې کوم لګښت موجود نه وي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې په هرمز تنګي او باب‌المندب تنګي کې د کښتۍ‌چلونې پر ازادۍ ټینګار کړی؛ هغه باب‌المندب تنګی چې په دې وروستیو کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو تر کنټرول لاندې راغلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته