«د افغانستان متحده جبهه» وايي چې ځواکونو یې په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو محتسب وژلی دی.
دې جبهې پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید تېره شپه (سېشنبه، د وږي ۳۱مه) شاوخوا ۸ بجې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره شوی دی.
«د افغانستان متحده جبهې» ویلي چې په دغه برید کې «مولوي ثابت»، چې د عارف شبکې غړی او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو له محتسبانو څخه و، په نښه او وژل شوی دی.
دې جبهې په یوه بله خبرپاڼه کې هم ادعا کړې چې په کابل کې یې د طالبانو د ځانګړو قطعاتو د مرکز پر یوه پوسته برید کړی دی.
طالبانو تر اوسه د «افغانستان متحده جبهې» د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه نه تایید او نه هم رد څرګند کړی دی.
