د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلسن کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د امنیتي مسایلو او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فریلسن او متقي د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د امنیت، نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، بشري مرستو او سیاسي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت ویلي چې متقي له فریلسن سره په لیدنه کې د نشهيي توکو د مهارولو په برخه کې د اړینو مرستو د نه برابرولو له امله د نړیوالې ټولنې پر کمکارۍ نیوکه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې نړیوالې ټولنې د اړینو مرستو په برابرولو کې، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت ملاتړ او یا د نشهيي توکو د مهارولو په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د نورو اړینو اقداماتو ترسره کول هم پکې شامل دي، پاتې راغلې ده.»
د دغه وزارت په وینا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې د دې ټولنې رسمي دریځ «په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ» دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، فریلسن ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره به هڅې وکړي.
دا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه کابل ته د توماس فریلسن لومړی سفر دی. نوموړي پرون د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره هم لیدلي وو. هغه د فرانسوي ډیپلوماټ ژیل برتران ځایناستی شوی، چې د سنبلې په میاشت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی و.
