نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د دغه ولایت په وانټ ولسوالۍ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت د بیروج او کونزایټ ډبرې پلورلې دي.
باختر اژانس د نورستان لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر له قوله ویلي، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ مراسم نن (شنبه، د لړم ۲) له غرمې وروسته په وانټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
عمیر د پلورل شویو ډبرو د وزن په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې دغه ډبرې د نورستان د وانټ او وایګل ولسوالیو له کانونو را ایستل شوې وې.
هغه زیاته کړې، چې د دغو ډبرو له پلور څخه دوه میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ عواید د طالبانو د حکومت خزانې ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د داوطلبۍ په مراسمو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۰۰ سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت پنځه ورځې وړاندې هم د کونړ په مرکز اسعداباد کې د دغه ولایت له کانونو را ایستل شوې د څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورلې وې.
