د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی: د کور د تخلیې لپاره یوازې یوه ورځ وخت راکړل شوی

د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي، طالبانو ورته ویلي چې یوازې یوه ورځ وخت لري څو خپل کور تخلیه کړي.

نوموړي د پنجشنبې په شپه (د لړم ۷مه) اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې د امید سبز ښارګوټي د تخلیې بهیر لا هم روان دی.

طالبانو د دغه ښارګوټي ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د کورونو له مالکانو یې غوښتي چې خپل کورونه ور وسپاري.

د امید سبز ښارګوټي یوه اوسېدونکي وویل: «نن زما کور ته د عدلیې وزیر وسله‌وال کسان راغلل او راته یې وویل چې یوه ورځ وخت لرې چې خپل کور تخلیه کړې. په داسې حال کې چې دا زما شخصي کور دی؛ هغه کور چې د جوړولو لپاره مې کلونه زحمت ایستلی دی.»

طالبانو د امید سبز ښارګوټي د کورونو مالکانو ته ویلي چې که خپل کورونه نه پرېږدي، باید کرایه ورکړي. دې ډلې د هرې کوټې لپاره څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې ده.

د دغه ښارګوټي یوه اوسېدونکي وویل: «اوس مهال د کرایو د ټاکلو بهیر روان دی. کرایه یوازې د دې لپاره د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي چې بې‌وسه خلک اړ کړي خپل کورونه پرېږدي.»

هغه زیاته کړه: «نن په اوښکو او ناهیلۍ خپل کور پرېږدم، خو دا ورځ به هېڅکله د خلکو له یاده ونه وځي؛ هغه ظلم چې د زرګونو کورنیو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی دی.»

د امید سبز ښارګوټی د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې هزاره‌ګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او محمدنبي خلیلي، د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمدکریم خلیلي ورور، د هغه له مالکانو څخه دی.

محمدنبي خلیلي ویلي چې «د امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت د رسمي اسنادو، له اړوندو ادارو سره د بشپړې تصفیې او د ودانیزو چارو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»

د محمدنبي خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو څخه پېرل شوې دي چې «د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیاتو د ورکړې سابقه یې تېرو لسیزو ته رسېږي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته