د نړۍ تر ټولو لویې کریپټو اسعارو صرافۍ «بایننس» اعلان کړی چې د امنیتي نیمګړتیا له امله یې د ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دې صرافۍ ویلي چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ یې د زیانمنو شویو شتمنیو د کنګل کولو اقدام کړی او تر اوسه یې د دغو شتمنیو شاوخوا درې میلیارد ډالره پېژندلي دي.
بایننس د پاتې ۳.۳ میلیارد ډالرو د وضعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د بایننس له بنسټاېښودونکو څخه یوې، «یي هې»، ویلي چې دغه شرکت به «د هک له امله ټول اوښتي زیانونه» جبران کړي.
د بایننس په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دغه امنیتي نیمګړتیا د دې شرکت د یوه انجنیر د لپټاپ د هک کېدو له لارې رامنځته شوې وي؛ دې چارې بریدګر ته اجازه ورکړې چې د شرکت یوه سیستم ته لاسرسی ومومي او په ناقانونه توګه پیسې وباسي.
خو بایننس په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی: «د کاروونکو پیسې لا هم خوندي دي. د احتیاطي اقدام په توګه، ټولې پیسې جمع کول او ایستل په لنډمهاله توګه ځنډول شوي دي، څو زموږ امنیتي ډلې، د قانون پلي کوونکو ادارو او د صنعت د شریکانو په نږدې همکارۍ، څېړنې وکړي، د پیسو د ساتلو زېربنا خوندي کړي او زیانمنې شوې شتمنۍ تعقیب کړي.»
د رویټرز د راپور له مخې، د جمعې په ورځ په اسیا کې د راکړې ورکړې د بهیر په لومړیو ساعتونو کې بازارونو سمدستي دې خبر ته غبرګون وښود.
دې رسنۍ لیکلي چې د بېټکوین بیه تر درې سلنې ډېره راټیټه شوه او ۷۶ زره او ۳۶۸ ډالرو ته ورسېده، چې په تېرو شپږو اوونیو کې یې تر ټولو ټیټه کچه ده.
رویټرز لیکلي چې د اېتېریوم بیه هم تر درې سلنې ډېره راولوېده او دوه زره او ۱۷۸ ډالرو ته ورسېده، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
د دې پېښې له امله د نړۍ د نورو کریپټو اسعارو بیې هم په پام وړ توګه راټیټې شوې دي.
شنونکي وايي، دا ښايي د تاریخ تر ټولو لویه د کریپټو اسعارو غلا وي او ممکن پانګهوال دې ته اړ کړي چې د خپلو ډیجیټلي شتمنیو د ساتلو له خطرونو سره بیا کتنه وکړي.
بایننس، چې خپلو کاروونکو ته د ډیجیټلي شتمنیو د پېرلو، پلورلو او راکړې ورکړې زمینه برابروي، په ټوله نړۍ کې ۳۳۵ میلیونه ثبت شوي کاروونکي لري او د ۲۰۲۵ کال د کلني راپور تر خپرېدو پورې یې تر څارنې لاندې شاوخوا ۱۶۲.۸ میلیارد ډالره شتمنۍ لرلې.
