د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا د کډوالۍ له ادارې غوښتي، چې افغان خبریال شعبانعلي رفعت ژر تر ژره او له قید او شرط پرته خوشې کړي.
دغې کمېټې د رفعت د وکیل ډیویډ تار له قوله ویلي، چې نوموړی د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې، کله چې امریکا ته د پناه غوښتنې لپاره ورغلی، د کالیفورنیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په بند کې دی او اوس له افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
د امریکا لپاره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سیمهییز پروګرام مشر خوزه زامورا ویلي، رفعت له افغانستانه ځکه وتښتېد، چې طالبانو داسې شرایط رامنځته کړي وو، چې نوموړي نه شوای کولای د خپل ژوند له ګواښ سره مخ کېدو پرته د خبریال په توګه کار وکړي.
زامورا زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د رفعت بېرته لېږل به په مستقیم ډول د هغو کسانو لاس ته سپارل وي، چې نوموړی ترې تښتېدلی دی.
هغه د رفعت اوږدمهاله بندي کېدل د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ژمنو خلاف بللي او له امریکايي چارواکو یې غوښتي، چې نوموړی خوشې او د پناه غوښتنې زمینه ورته برابره کړي.
شعبانعلي رفعت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د معارف دولتي ټلوېزیون د تولیدوونکي او خبریال په توګه دنده ترسره کوله او د کابل پوهنتون د رسنیو د برخې لوړپوړی مسوول هم و.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې رفعت د خپلې دندې پر مهال په ۲۰۲۰ کال کې د کابل پوهنتون ترهګریز برید او د هزاره ټولنې وضعیت په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوستی و. نوموړی هم د هزاره قوم غړی دی؛ هغه قومي او مذهبي لږکی چې له ځورونې سره مخ دی.
دغې کمېټې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان هزاره ټولنه له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، طالبانو یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د هزارهوو اړوند درې رسنۍ تړلې او د دغو رسنیو لوړپوړي مسوولان یې نیولي دي. د کمېټې په وینا، دغه اقدامات په افغانستان کې د هزاره ټولنې د رسنیو او خبریالانو د ځپلو په موخه شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې د شعبانعلي رفعت د پناه غوښتنې د وضعیت په اړه یې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې استازو ته برېښنالیکونه استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
