په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ ته ورسېدې

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د روان میلادي کال د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

د دغه سازمان د راپورونو له مخې، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په ۴۳مه اوونۍ کې په افغانستان کې د پولیو اته نوې مثبتې پېښې د هلمند، بغلان، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

له دې ډلې درې پېښې د هلمند ولایت په نهرالسراج، بغران او کجکي ولسوالیو، دوه پېښې د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ، یوه پېښه د ننګرهار ولایت په سره‌رود ولسوالۍ، یوه پېښه د فراه ښار او یوه بله د کندهار ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دغو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو انساني پېښو ټول شمېر له ۴۲ څخه ۵۰ ته لوړ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په پای ته رسېدلې اوونۍ کې د پولیو ۱۶ چاپېریالي مثبتې نمونې هم ثبت شوې دي. له دې ډلې پنځه په ننګرهار، څلور په هلمند، څلور په کندهار، دوه په کابل او یوه په پکتیکا کې پېژندل شوې دي. دغه نمونې د فاضله اوبو له لارې موندل شوې دي، چې په دې سره په افغانستان کې د روان میلادي کال د چاپېریالي مثبتو نمونو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې په همدې اوونۍ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، چې دواړه له افغانستان سره ګډه پوله لري، د پولیو یوه انساني مثبته پېښه او ۱۱ چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان په وینا، د نومبر تر اتمې نېټې پورې په پای ته رسېدلې ۴۴مه اوونۍ کې هم د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یوه انساني مثبته پېښه او درې چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوې دي، چې دوه یې په کراچۍ او یوه په کوټه کې موندل شوې ده. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو انساني پېښو شمېر نهو او د چاپېریالي مثبتو نمونو شمېر ۱۵۱ ته رسېدلی دی.

په دې اوونۍ کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ انساني او چاپېریالي مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په تېر میلادي کال (۲۰۲۵) کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ انساني پېښې او په پاکستان کې ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې لا هم له منځه نه ده تللې.

په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د واکسین د تطبیق په بهیر کې ستونزې د پولیو پر وړاندې د مبارزې پر وړاندې خنډ بلل کېږي.

په افغانستان کې طالبانو د کور په کور واکسیناسیون کمپاین منع کړی، هغه لاره چې د واکسین په اغېزمن تطبیق کې مهمه بلل کېده.

په همدې حال کې، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه د کډوالو پراخ راستنېدل او ورسره د خلکو بې‌ځایه کېدل هم د پولیو د ویروس د خپرېدو له عواملو ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته