د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د فاریاب ولایت د میمنې – اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا مزي د بیارغونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه برېښنا مزي ګټې اخیستنه نن (شنبه، د لړم ۲۳مه) په هغه مراسمو کې پیل شوه، چې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم پکې ګډون کړی و.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر د معلوماتو له مخې، دغه برېښنا مزی ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د بیارغونې لپاره یې ۱۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
عبدالغني برادر ویلي، چې «دغه پروژه به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو، د صنعتي فعالیتونو په پراختیا او د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي».
نوموړي همداراز ادعا کړې، چې طالبانو د برېښنا پروژې پلې کړې دي او «له همدې امله پر وارداتي برېښنا تکیه او د برېښنا پرچاوي کمه شوې او د صنعتي فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته شوي دي».
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکي د اوړي او ژمي په موسمونو کې تل د برېښنا له اوږدمهالو پرې کېدو شکایت کوي او ځینې یې وايي، چې په شپه او ورځ کې له څلورو ساعتونو هم کمه برېښنا لري.
