د خاتمالنبیین خصوصي روغتون مالک جواد محسني وايي، دغه روغتیايي مرکز د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر تړل شوی دی.
هغه نن (شنبه، د لړم ۲۳مه) په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، چې تېره اوونۍ عبدالحکیم شرعي د خاتمالنبیین روغتون ادارې ته ویلي وو، چې یا دې د روغتون مدیریت او اداره نوموړي ته وسپارل شي او یا به یې فعالیتونه ودرول شي.
محسني لیکلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غوښتنه یې رد کړې، ځکه د نوموړي په وینا، «د یوه روغتیايي مرکز د ادارې سپارل د عدلیې وزیر ته، پرته له کوم قانوني او موجه دلیل څخه، د منلو وړ نه وو».
هغه زیاته کړې، چې خاتمالنبیین روغتون له ۱۵ کلونو څخه د ډېرو مودې راهیسې روغتیايي او درملیز خدمتونه وړاندې کول، «خو نن د افغانستان د شیعه ټولنې اړوندو مرکزونو پر وړاندې د عدلیې وزیر د تبعیضي او مذهبي چلند په دوام کې د دغه روغتیايي مرکز دروازې هم وتړل شوې».
طالبانو تر دې مخکې د خاتمالنبیین دیني مدرسه، پوهنتون او تمدن ټلوېزیون هم تړلي او ودانۍ یې ترې نیولې وې.
د طالبانو د عدلیې وزیر د خاتمالنبیین مدرسې ځمکه «امارتي» اعلان کړې وه.
جواد محسني ویلي، چې خاتمالنبیین روغتون په یوه کرایي ملکیت کې فعالیت کاوه او له هر ډول سیاسي فعالیت او ګوندي تړاو څخه لرې و. هغه زیاته کړې: «ظاهراً یوازې دا چې د دغه روغتون امتیاز لرونکی مالک شیعه دی، د هغه د تړلو لپاره بسنه کړې ده».
هغه ویلي: «د یوه روغتیايي مرکز د مالکانو یوازې د مذهبي تړاو له امله د خلکو له درملیزو خدمتونو محرومول، نه د هېواد له ګټو سره سمون لري، نه له اسلامي عدالت سره او نه هم د خپلو وګړو پر وړاندې د یوه حکومت له مسوولیتونو سره».
محسني د طالبانو له کشفي او امنیتي ادارو غوښتي، چې «په جدي حساسیت او مسوولیتپالنې سره د هغو کسانو کړنې وڅېړي، چې د سختدریځو افکارو او تفرقهاچوونکو تګلارو له لارې د خوارجو ډلو د موخو او اجنډاوو د پلي کېدو په لاره کې ګامونه اخلي او د خلکو او حکومت ترمنځ د نفاق او بېلتون رامنځته کولو هڅه کوي».
د طالبانو د عدلیې وزیر تر دې مخکې د لسګونو ښارګوټو د تخلیې امر هم صادر کړی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د کابل په لوېدیځ کې د هزاره مېشتې «امید سبز» ښارګوټي د تخلیې امر کړی دی.
د شیعهګانو د څو جوماتونو او مذهبي ځایونو تړل هم د عبدالحکیم شرعي له نورو امرونو څخه دي.
دغه طالب چارواکی د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان لري او څو ځله یې د شیعهګانو مشران نیولي او بندیان کړي دي.
