د طالبانو فشارونه د کابل پر امید سبز ښارګوټي؛ دوه وکیلان له یوې اوونۍ راهیسې بندیان دي

د کابل ښار په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي سرچینې وايي، د دې ښارګوټي دوه وکیلان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د عدلیې وزارت په بند کې دي.

یوې سرچینې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه دوه وکیلان، عبدالرازق مصدق او وکیل جعفري، د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له دوو نورو وکیلانو سره د طالبانو د عدلیې وزارت ته وربلل شوي وو او وروسته بندیان شول.

د سرچینې په وینا، له وکیلانو څخه دوه تنه د یوې فورمې له لاسلیکولو او د ښارګوټي له تخلیې سره تر موافقې وروسته خوشې شوي، خو عبدالرازق مصدق او وکیل جعفري لا هم بندیان دي. سرچینه وايي، د دغو دوو وکیلانو کورنۍ د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې د هغوی له برخلیک څخه بې‌خبره دي.

طالبانو د امید سبز ښارګوټي ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د کورونو له مالکانو یې غوښتي چې خپل کورونه ورته وسپاري.

طالبانو د ښارګوټي د کورونو مالکانو ته ویلي، که خپل کورونه نه تخلیه کوي، نو باید کرایه ورکړي. د دې ډلې له‌خوا د هرې خونې میاشتنی کرایه څلور زره افغانۍ ټاکل شوې ده.

امید سبز ښارګوټی د کابل ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې هزاره‌ګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او محمدنبي خلیلي، د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمدکریم خلیلي ورور، یې له مالکانو څخه دی.

محمدنبي خلیلي ویلي، چې «د امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت رسمي اسنادو، د اړوندو ادارو له بشپړې تصفیې او د ودانیزو چارو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»

د خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو پېرل شوې دي چې د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیې ورکولو سابقه یې څو لسیزو ته رسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته