ځايي سرچینې وايي، د کندهار په نساجي سیمه کې د یوه ځوان جسد موندل شوی چې تر وژل کېدو وروسته سوځول شوی و.
یوې سرچینې، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، نن (یکشنبه، د لړم ۲۴مه) اطلاعات روز ته ویلي، وژل شوی کس احمدالله نومېده او د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی و. د سرچینې په وینا، نوموړی له څو ورځو راهیسې د خپلې کورنۍ له غړو څخه ورک و.
سرچینه زیاتوي، احمدالله لومړی د خپلو ملګرو له لوري مېلمستیا ته غوښتل شوی، وروسته د چړو په وسیله وژل شوی او جسد یې د فاضله موادو په یوه زېرمتون کې پټ شوی و.
د سرچینې په خبره، وژل شوی کس په سیمه کې د یوه مخور سړي زوی و، کروندګري یې کوله او د نهو اولادونو پالنه او روزنه یې پر غاړه وه.
سرچینه وايي، د نوموړي موټر د طالبانو له لوري موندل شوی او د هغه د وژنې په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کې د مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي
کندهار کې د یوه ځوان سوځول شوی جسد موندل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
