د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کړې چې د بحرین په «رفاع» پوځي اډه کې یې د امریکا د هوايي دفاعي سیستم رادار د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړی دی.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر نن (یکشنبه، د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شپږ بېپیلوټه الوتکې چې د رفاع د دفاعي سیستم پر رادار توغول شوې وې، خپلو هدفونو ته رسېدلې او د چاودنو غږونه د بحرین په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوي دي.
څو ساعته وړاندې د بحرین کورنیو چارو وزارت د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې نږدې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
خو دغه وزارت د ګواښونو د ماهیت په اړه نور جزئیات نه وو خپاره کړي.
تر دې دوه ورځې وړاندې (جمعه، د لړم ۲۲مه) هم سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا د یوې پوځي اډې د لومړني خبرداري رادار په نښه کولو او ویجاړولو بریالي شوي دي.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د سپاه پاسداران دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې د ایران له لوري توغول شوې دوه انتحاري بېپیلوټه الوتکې تر هدف ته رسېدو مخکې له منځه وړل شوې دي.
سنټکام تر اوسه د ایران د تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
