د هلمند ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې یوه ۳۰ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو او پورونو له امله ځانوژنه کړې ده.
یوه سرچینه، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، وايي چې د ولي محمد په نوم دغه ځوان له ګڼو کسانو پورونه اخیستي وو، خو د بېرته ورکولو وس یې نه درلود او په پای کې یې ځانوژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دا پېښه پرون (شنبه، د لړم ۲۳مه) د بهرامچې ولسوالۍ د غټ بازار په سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، نوموړي ځان له یوې ونې ځړولی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان له ډېرې مودې راهیسې د کار په لټه کې و، خو تر اوسه یې دنده نه وه موندلې.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده.
په هلمند کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
