د طالبانو د مالیې وزیر محمدنصیر آخوند په تهران کې د خپل سفر پر مهال د ایران د کرنې له وزیر غلامرضا قزلجه سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت نن (یکشنبه، د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، آخوند او قزلجه چې د «اقتصادي همکاریو د ګډې کمېټې» مشري پر غاړه لري، د دغې کمېټې د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، په سرحدي لارو کې د ۲۴ ساعته فعالیتونو پر پیل، د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل، د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو بحث کړی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، د ایران د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د اړینو همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
طالبانو او ایران په وروستیو کلونو کې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي. د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه تېر کال ۳.۵ میلیارد ډالرو او د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست عليرضا بیګدلي ویلي، طالبان او اسلامي جمهوریت غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
