
تمه ده د طالبانو څلور استازي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د فرانسې او طالبانو د تخنیکي خبرو په لړ کې دغه هېواد ته سفر وکړي.
په اروپا کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د یوه سفارت یوه ډیپلومات د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د دغو استازو پاسپورټونه د ویزو ترلاسه کولو لپاره د فرانسې سفارت ته سپارل شوي دي.
د سرچینې په وینا، تر اوسه نه ده روښانه چې د طالبانو په استازیتوب به څوک فرانسې ته سفر کوي او د سفر کره نېټه هم نه ده اعلان شوې.
فرانسې مخکې ویلي وو، چې له طالبانو سره به د هغو افغانانو د بېرته ستنولو د اسانتیا لپاره تخنیکي خبرې وکړي، چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي او د فرانسې د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د نومبر په دویمه د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي وو، چې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه یې له طالب چارواکو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي، چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې حکومت ټینګار کړی، چې طالبان په رسمیت نه پېژني او د هغوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو نیت هم نه لري.
د راپور له مخې، د فرانسې حکومت په دغه هېواد کې د هغو افغانانو کره شمېر نه دی اعلان کړی، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري؛ خو د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې د شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰۰ زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د نومبر په اوومه په یوه اعلامیه کې له فرانسې وغوښتل، چې افغان کډوال افغانستان ته ونه ستنوي، څو چې د هر یوه وضعیت په جلا توګه نه وي څېړل شوی او د هغوی امنیتي شرایط په پام کې نه وي نیول شوي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې بېرته ستانه شوي افغانان ښايي په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ځورونې، امنیتي ګواښونو، نیول کېدو او نورو ستونزو سره مخ شي. تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان هم له فرانسې غوښتي وو، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو پلانونه وځنډوي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷ زره او ۵۳۱ افغانانو د لومړي ځل لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
