د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په شینوارو ولسوالۍ کې له دوو زرو ډېرې پټاکۍ، د موسیقۍ ۱۳ آلات، د قمار درې وسایل او د سحر او جادو ځینې توکي راټول او له منځه وړي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر نن (سېشنبه، د لړم ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وسایل د شینوارو ولسوالۍ د محتسبینو له لوري راټول شوي او د یوه ګډ پلاوي په حضور کې له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، محتسبینو د پلټنو پر مهال د سیمې په ګرځېدو او د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د موسیقۍ، قمار، سحر او جادو او پټاکیو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم په شینوارو ولسوالۍ کې ورته وسایل راټول او له منځه وړل شوي دي.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم په ننګرهار او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل سوځولي دي. دغه ډله د موسیقۍ غږولو په تور د سلګونو کسانو د نیولو او شکنجه کولو له امله هم له نیوکو سره مخ شوې ده.
