د طالبانو په پاکستان کې سفیر سردار احمد شکیب وايي، د افغانستان لپاره یې د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
شکیب نن (سېشنبه، د لړم ۲۶مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له لېنډسي سره یې د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو، د سیمې پر امنیتي تحولاتو او د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا او ګډو ننګونو ته د رسېدنې لپاره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو او تعامل پر دوام رغنده خبرې کړې دي.
د طالبانو سفیر د دې خبرو اترو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې لیدلي او خبرې کړې وې.
نوموړي په وروستیو ورځو کې د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر له رییس مولوي عبدالواسع سره هم ټلیفوني خبرې کړې وې.
د طالبانو د لومړي وزیر دفتر ادعا کړې وه، چې د بریتانیا ځانګړي استازي په دې ټلیفوني خبرو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.
له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ او نښتې دوام لري. د دغو کړکېچونو او نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لارې تړل شوې او سوداګري او ځمکنی تګ راتګ درېدلی دی.
