طلوعنیوز راپور ورکړی، چې څلور هغه ډیپلوماټان چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته واستول شي، د جرمني ویزو ترلاسه کولو لپاره قطر ته تللي دي.
دغه رسنۍ نن، سېشنبه د لړم په ۲۶مه، د سرچینو په حواله لیکلي، چې دغه کسان اوس مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.
سرچینو یادې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بشیر احمد افغان او سعید اکبر راستاد په برلین کې د افغانستان سفارت ته په ترتیب سره د لومړي او دویم سکرتر په توګه ټاکلي دي.
د سرچینو په وینا، هدایتالله پکتین او محمد حکیم حکیمي هم په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دویم سکرترانو په توګه ګومارل شوي دي.
سرچینو ادعا کړې، چې د جرمني حکومت دغو څلورو طالب ډیپلوماټانو ته د ویزو له ورکړې سره موافقه کړې ده.
د طالبانو او جرمني چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني تر دې مخکې د طالبانو دوه نور ډیپلوماټان هم په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بن ښار په قونسلګرۍ کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه منلي دي.
د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له دغه ډلې سره یې افغانستان ته د «مجرمو کډوالو» د بېرته لېږلو په اړه هوکړه کړې او له همدې امله یې د طالبانو ډیپلوماټان منلي دي.
د جرمني له لوري د طالبانو د ډیپلوماټانو منل او له دغه هېواده د کډوالو ایستل له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو، د جرمني په ګډون، غوښتي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو بهیر ودروي.
