په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د کرېکټ لوبې پر سر د دوو کسانو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو ځوان وژل شوی دی.
سرچینو اطلاعات روز ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر (سېشنبه، د لړم ۲۶مه) د کامې ولسوالۍ د «زاخېلو» په سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، دغه ځوان سباوون نومېده، چې د کرېکټ لوبې پر مهال یې له یوه بل کس سره لفظي شخړه کړې او وروسته مقابل لوري د تومانچې په ډزو وژلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوي کس د اقتصاد په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې وې.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې لاملونه یې خپلمنځي شخړې، شخصي دښمنۍ او کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.
