د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د دغې ډلې د مالیې وزیر او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ترمنځ د هوکړې له مخې، د اسلامقلعه ګمرک فعالیتونه به د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځې څخه ۲۴ ساعته شي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا هوکړه د طالبانو د مالیې وزیر ملا محمد ناصر او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر سید علي مدنيزاده ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې ده.
د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو، د خاکپولي د له منځه وړلو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، په بندرونو کې د موټرو د درېدو د مخنیوي او د افغانستان د صادراتو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې او هوکړې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزیر د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و.
نوموړي له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره هم د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ګمرکي چارو او ټرانزیټي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې طالبانو او ایران اعلان کړی و، چې د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پل ابریشم او د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د میلک سرحدي بندرونو ترمنځ د ټرانزیټي او باروړونکو موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شوی دی.
