د هرات ولايت لپاره د طالبانو مسولين وايي په ولایت کې د زعفرانو د ګلټولولو موسم په مناسبت د زعفرانو ۱۱مه ملي جشنواره پیل شوې ده.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې دغه درې ورځنۍ جشنواره نن (چهارشنبه) پرانیستل شوې او ګڼو شرکتونو خپل تولید کړي زعفران په کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان د زعفرانو ټولنې د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې پر شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې ۱۲ زره هکټاره یې په هرات کې دي. اټکل کېږي، چې له دغو کروندو به شاوخوا ۷۰ مټریک ټنه زعفران ترلاسه شي.
په ورته وخت کې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۴۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۱ مټریک ټنه زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
