افغان ښځو په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون او زده‌کړو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه


شاوخوا ۵۰ افغان ښځینه فعالانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، رباب فاطمې، سره په کتنه کې د ښځو لپاره په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون او د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
یوناما نن (پنج‌شنبه، د لړم ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، چې پکې ګډونوالو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د شته محدودیتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په خبرپاڼه کې د رباب فاطمې له قوله ویل شوي، هغې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو هوډ، ونډه او مشري له نږدې لیدلې ده. نوموړې ټینګار کړی چې افغان ښځې یوازې د ملاتړ ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې غواړي په هغو پرېکړو او پالیسیو کې هم فعاله ونډه ولري چې پر ژوند یې اغېز کوي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې ښځو ته باید په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون زمینه برابره شي او زده‌کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته یې لاسرسی تضمین شي.
دوی د خپلې غوښتنې د اهمیت په بیانولو سره پوښتنه کړې: «له لوستو او تعلیم‌یافته ښځو پرته به په راتلونکو شلو کلونو کې د افغانستان برخلیک څه وي؟»
یوناما ویلي، دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې پرانیستې ورځې غونډې په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوښت پیل شوې دي د دغو غونډو موخه د ښځو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا، د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د ونډې روښانه کول او د شخړو د مخنیوي او حل په بهیرونو کې د ښځو د ګډون ملاتړ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته