عربستان: حوثیانو د ریاض پر لور درې بالستیک توغندي توغولي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د یمن د حوثیانو له لوري د ریاض پر لور توغول شوي درې بالستیک توغندي کشف او شنډ کړي دي.

د دغه ائتلاف ویاند، ترکي المالکي، نن (شنبه، د لړم ۳۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي، چې ټولټال شپږ هوايي ګواښونه شنډ شوي دي. د هغه په وینا، درې بالستیک توغندي د ریاض پر لور، دوه توغندي د جازان پر لور او یوه بې‌پیلوټه الوتکه د سعودي عربستان د سوېلي سیمو پر لور روانه وه.

په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د سعودي چارواکو له لوري د هوايي ګواښونو تر خبرداري وروسته په ریاض کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

المالکي ویلي چې پرون هم د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواکونو د حوثیانو له لوري د ریاض او جازان پر لور توغول شوې پنځه بې‌پیلوټه الوتکې او درې بالستیک توغندي له منځه وړي وو.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون د یمن په صنعا، صعده او تعز ښارونو او د حدیده بندر پر تاسیساتو پراخ پوځي عملیات پیل کړي وو.

د ترکي المالکي په وینا، ائتلافي ځواکونو په صنعا کې د اکمالاتو یو لوی زېرمتون او شپږ هغه کارځایونه په نښه کړي چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو د تجهیزاتو په جوړولو او راټولولو پورې تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې چې د حدیده بندر تاسیسات یې هم د وسلو د «قاچاق او لېږد» لپاره د کارېدو له امله په نښه کړي دي.

بل لور ته، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په صنعا، حدیده، تعز، لحج، صعده، مأرب او جوف سیمو کې ۷۸ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

هغه ویلي چې د نښتو د زیاتېدو له پیل راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د بریدونو ټول شمېر ۵۴۲۹ ته رسېدلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته