یو شمېر مدني او د بشري حقونو فعالانو د هزارهوو د نسلوژنې، هدفي وژنو، جبري کډوالۍ او د دې قوم د ځمکو او شتمنیو د غصب په اړه مستند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان مرستیال خاوي لوپز ته وړاندې کړل.
دوی په بروکسل کې په دې لیدنه کې له اروپایي ټولنې وغوښتل چې د قومي او مذهبي ځورونو، جبري کډوالۍ او د هزارهوو د ځمکو او شتمنیو د غصب د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي او د هزارهوو د نسلوژنې د رسمي پېژندلو ملاتړ وکړي.
د «هزارهوو د نسلوژنې د درولو نړیوال کمپاین» پلاوي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د هزارهوو د نسلوژنې په رسمیت پېژندل باید یوازې په نړیوالو بنسټونو پورې محدود نه وي، بلکې په افغانستان کې باید پر یوې ملي او ټولګډونه غوښتنې بدل شي.
دغه پلاوي همدارنګه د حقیقت موندنې، انتقالي عدالت د تأمین، د جنایتونو د عاملانو او امرکوونکو د حساب ورکولو، د قربانیانو د زیانونو د جبران او د ورته جنایتونو د بیا نه تکرارېدو د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.
مدني فعالانو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې هزارهوو له سیستماتیک قومي، مذهبي او نژادي تبعیض سره مخ دي.
د دوی په وینا، د هزارهوو د کورونو، ملکیتونو او ښارګوټو غصب او د دغو سیمو د اوسېدونکو جبري کډوالول هم هغه موضوعات وو چې د اروپا پارلمان له مرستیال سره په لیدنه کې مطرح شول.
د افغانستان د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه د هزارهوو د خوندیتوب، افغانستان ته د هغوی د جبري بېرته ستنولو د مخنیوي او طالبانو ته د سیاسي مشروعیت ورکولو پر وړاندې مخالفت هم د دې لیدنې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو.
د «هزارهوو د نسلوژنې د درولو نړیوال کمپاین» په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا لیدنه د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ راجلبولو، د هزارهوو د نسلوژنې د رسمي پېژندلو، د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین او د ورته جنایتونو د بیا تکرار د مخنیوي په موخه د هڅو یوه برخه ده.
هزاره فعالان وایي چې په افغانستان کې د دې قوم پر وړاندې ترسره شوي بریدونه د نسلوژنې څرګند مصداق دی.
دوی په بهرنیو هېوادونو کې د هزارهوو د نسلوژنې د په رسمیت پېژندلو لپاره نړیوال کمپاین هم پیل کړی دی.
