د کندهار د طالبانو د زندان له عمومي محبس څخه ۳۱ بندیان له بند څخه برخمن شوي؛ ۱۶ تنه یې خوشې شوي او د ۱۵ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د کندهار د محبس مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د طالبانو د مشر د حکم له مخې له زندان څخه ازاد او یا یې د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.
د یاد محبس عمومي رئیس، ملا محبالله ګرمسیري، له خوشې شویو بندیانو غوښتي چې د زندان په موده کې له ترلاسه کړو زدهکړو څخه په ګټې اخیستنې د خپلو کورنیو او هېواد د خدمت لپاره هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د کندهار له همدې زندان څخه ۱۴ بندیان خوشې شوي وو او د ۹۱ نورو د بند موده کمه شوې وه.
د زندان د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا اقدام د بندیانو د خوشې کېدو او د بند د مودې د کمېدو په لړ کې ترسره شوی دی.
