د ایران سپاه پاسداران پر بحرین کې د امریکا پر دوو پوځي اډو د برید خبر ورکړی، خو د بحرین کورنیو چارو وزارت وايي، ایران پر یوه ملکي صنعتي تأسیساتو برید کړی او په دغه تأسیساتو کې اور لګېدلی دی.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت نن سهار (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) پر اېکس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اور د مهارولو هڅې روانې دي او د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه وزارت لیکلي: «د ایران د شنیع تېري په پایله کې، یوه ملکي صنعتي تأسیسات په نښه شوي چې له امله یې په سیمه کې اور لګېدلی دی.»
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران وايي، پر بحرین د برید پر مهال یې د امریکا د پوځ اړوند د «رفاع» او «عوالي» په پوځي اډو کې د پټریوټ دفاعي سیستم دوه رادارونه په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو دوو پوځي اډو کې یې دغه رادارونه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران ادعا کوي، چې دغه بریدونه د امریکا د «اېمکیو-۱» او «اېمکیو-۹» ډوله دوو کشفي او عملیاتي بېپیلوټه الوتکو له خوا د ایران د هوايي حریم تر نقض وروسته شوي دي.
دغه ځواک ادعا کوي، چې یادې دواړه بېپیلوټه الوتکې د هرمز تنګي پر سر کشف او ویجاړې شوې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام)، چې د ایران پر وړاندې د جګړې د عملیاتو مشري کوي، تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دغه پوځي نښتې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې لپاره سیاسي هڅې روانې دي. د منځګړو له پرلهپسې غوښتنو سره سره، چې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره یې د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې، سپاه پاسداران او سنتکام لا هم د یو بل پر مواضعو د بریدونو خبرونه ورکوي.
