حال‌وش: درې افغان کډوال په ایران کې د ډزو له امله وژل شوي دي

د «حال‌وش» خبري اژانس راپور ورکړی، چې د درېیو افغان کډوالو، چې یوه ښځه، یو کوچنی ماشوم او یو سړی پکې شامل دي، جسدونه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان له سرحدي سیمې موندل شوي دي. د راپور له مخې، د دوی پر سرونو د مستقیمو ډزو نښې لیدل شوې دي.

«حال‌وش» په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه جسدونه د تېرې جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ د کله‌ګان اړوند د «بچه‌راهی» سیمې څخه موندل شوي دي.

دغه رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې «ایراني پوځي ځواکونو» دغه درې افغان کډوال په قصدي ډزو وژلي دي.

په دې پېښه پورې اړوند دوو ویډیوګانو کې، چې نورو افغان کډوالو ثبت کړې او حال‌وش خپرې کړې دي، درې وینې‌لړلي جسدونه لیدل کېږي.

په دغو ویډیوګانو کې د یوه سړي، یوې ښځې او یوه کوچني ماشوم جسدونه لیدل کېږي، چې پر سرونو یې مستقیمې ډزې شوې دي. د ماشوم سر په بشپړه توګه له منځه تللی او د هغوی جسدونه تر ډېره په ډبرو پوښل شوي دي.

حال‌وش لیکلي: «پوځي ځواکونو تر ډزو وروسته د هغوی بې‌ساه جسدونه په ډبرو پوښلي، څو د دې جنایت نښې پټې کړي. … درې واړه قربانیان، مور، کوچنی ماشوم او ورسره ملګری سړی، د سر په برخه کې په مرمیو ویشتل شوي، چې دا د وژلو په موخه د مستقیمو او هدفمندانه ډزو ښکارندويي کوي.»

تر اوسه د ایران چارواکو او پوځي مسوولانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو پر لور د ایراني سرحدي ځواکونو د مستقیمو ډزو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. سره له دې چې ناقانونه لارې ناامنې دي، د ایراني پوځي ځواکونو د مستقیمو ډزو او جبري ایستلو ګواښ هم شته، خو په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ د زیاتېدو له امله، کارګر او کورنۍ لا هم ایران ته د تګ لپاره له ناامنو لارو کار اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته