ملګري ملتونه: بزګران باید د خوراکي توکو د تولید لپاره خپلې کرنیزې لارې د اقلیمي بدلونونو له شرایطو سره عیارې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، بزګران باید د خوراکي توکو د تولید لپاره خپلې کرنیزې لارې د اقلیمي بدلونونو له شرایطو سره عیارې کړي.

دغه بنسټ نن (یک‌شنبه، د لیندۍ لومړۍ) پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي: «اقلیم د بدلون په حال کې دی او بزګران باید خپلې لارې له نویو شرایطو سره عیارې کړي، څو وکولای شي په راتلونکي کې د خوراکي توکو تولید تضمین کړي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، د «اقلیم سره د عیارې ټولنې پر بنسټ د معیشت او ځنګلونو» په نوم د یوې پروژې له لارې، چې د «چاپېریال نړیوال صندوق» یې ملاتړ کوي، په افغانستان کې له بزګرانو سره مرسته کوي.

دغه بنسټ ویلي، د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو او د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ له ۱۵۰ بزګرانو سره یې کرنیز توکي او د غنمو تخمونه وېشلي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر زیاته کړې، چې دغو بزګرانو ته یې د «اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو غنمو» د کرلو او د کیمیاوي سرو د اغېزمنې کارونې په اړه هم روزنه ورکړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، دا پروژې له سیمه‌ییزو ټولنو سره مرسته کوي، چې خپل کرنیز حاصلات زیات کړي، د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي.

که څه هم افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرېدو او د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د دغو بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.

وچکالۍ، ویجاړوونکي سېلابونه او د اقلیمي بدلونونو له امله موسمي افتونو په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو کچه راټیټه کړې ده. دغه عوامل هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د عاید دوامدارې سرچینې، لکه بڼونه، له منځه وړي.

د افغانستان د شنونکو شبکې د هغې څېړنې له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۲مه یې خپره کړې، افغانستان هر کال د اقلیمي بدلونونو او اړوندو پېښو له امله تر درېیو میلیاردو ډالرو پورې اقتصادي زیان ویني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته