په پکتیکا کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې نن یکشنبه په دغه ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه ځوان احسان نومېده او د مرکز ښرنې د هیبت کلا سیمې اوسېدونکی و.
سرچینې ویلي، چې دغه ځوان شاوخوا شل کاله عمر درلود او د ځانوژنې اصلي لامل یې لا هم نه دی روښانه شوی.
د سرچینې په خبره، د ډېری ځوانانو د ځانوژنې تر شا اقتصادي، ټولنیزې او نورې ستونزې پرتې دي.
په هېواد کې، په ځانګړې توګه د سوېل ختیځ زون په اړوندو ولایتونو، پکتیکا، خوست او پکتیا کې، په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي، چې اقتصادي، کورنۍ او ټولنیزې ستونزې یې د لاملونو په توګه یادېږي.
