طالبان: د هغو روغتونونو فعالیتونه به ودرول شي چې د اعتبار ورکولو په بهیر کې اړین معیارونه پوره نه کړي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو روغتونونو فعالیتونه به ودرول شي چې د اعتبار ورکولو په بهیر کې اړین معیارونه پوره نه کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي دا موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ پلاوي په ۲۸مه غونډه کې څرګنده کړې ده.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د لیندۍ ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغو روغتونونو ته به چې اړین معیارونه یې نه وي پوره کړي، د خپلو نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره لنډمهاله فرصت ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي، هغو روغتونونو ته چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ په بهیر کې اړین معیارونه نه دي پوره کړي، باید لنډمهاله فرصت ورکړل شي، څو خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي.»

هغه زیاته کړې: «که دغه نیمګړتیاوې اصلاح نه شي، د یادو روغتونونو د فعالیتونو د درولو په اړه به پرېکړه وشي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر هم ترسره شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د تلې په ۲۸مه اعلان کړی و، چې په کابل ښار کې یې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ د بهیر لومړی پړاو بشپړ کړی او ۱۱۵ روغتونونه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې په درېیو کټګوریو (A، B او C) وېشلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رییس سیف‌الله معاویه په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې په کابل کې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو څخه یوازې دوه روغتونونه د A درجې ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې وه، چې نهه روغتونونه د B درجې او ۳۹ نور د C درجې په کتګورۍ کې شامل شوي دي.

معاویه ویلي وو، چې پاتې ۶۵ روغتونونه په دې ارزونه کې د هېڅ ډول درجې په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

دا هغه روغتونونه دي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، د اعتبار ورکولو اړین معیارونه یې نه دي پوره کړي.

د نورجلال جلالي د څرګندونو له مخې، که دغه روغتونونه د ورکړل شوي لنډمهاله فرصت په ترڅ کې خپلې نیمګړتیاوې اصلاح نه کړي، د فعالیتونو د درولو له ګواښ سره به مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته