د اندونیزیا چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د خوږو توکو په یوه فابریکه کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۲۴ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ورک دي.
د رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه، د لیندۍ ۲مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د اورلګېدنې پر مهال شاوخوا ۳۰۰ کسان په فابریکه کې موجود وو.
د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار سعید اقبال ویلي، چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات د ودانۍ د ځینو برخو د نړېدو له خطر سره سره لا هم دوام لري.
هغه د مړو شمېر ۲۴ تنه ښودلی او ویلي یې دي، چې په فابریکه کې د خوندیتوب د لارښوونو د پلي کېدو څرنګوالی به وڅېړل شي او د شرکت اجرائیوي رییس به د ځواب ویلو لپاره احضار شي.
ځايي چارواکي وايي، له دې مرګونې اورلګېدنې وروسته ۲۹ کسان ژوندي موندل شوي، چې پنځه یې په روغتون کې بستر دي. د ژغورنې ډلې تر اوسه د جسدونو د پاتې شونو ۲۴ کڅوړې له سیمې څخه را ایستلې دي.
د ځايي پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، چې د اورلګېدنې شدت د قربانیانو پېژندنه د ظاهري بڼې له مخې ناممکنه کړې ده. له همدې امله، د هغوی له خپلوانو څخه د ډياېناې نمونې اخیستل پیل شوي او ښايي دا بهیر څو اوونۍ وخت ونیسي.
دغه اورلګېدنه د شنبې په ماښام (د لړم ۳۰مه) د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته نږدې، د بانتن ولایت په چیکانده سیمه کې د «پيټي فونوسا اګونګ مولیا» شرکت د فابریکې په یوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
اقبال د لومړنیو څېړنو په یادولو سره ویلي، چې د هوا د سړولو (ایرکنډېشن) په وسیله کې د برېښنايي اتصال ستونزه د پېښې یو احتمالي لامل کېدای شي.
