د نورستان والي وایي، دغه سړک چې ټول ۲۳ کیلومتره ده او (۹۰۰) میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي د یو کال موده کې به بشپړ شي.بل لور د نورستان اوسېدونکي د قیرسړک جوړیدو ته خوښ دي چې ډیرې ستونزې به یې ورسره هوارې شي .
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له اوږده ځنډ وروسته د سړکونو د داغ نیونې چارې پیل شوې. د جلال اباد ښاروالۍ مسوولان وایي، چې دوی په پام کې لري، څو د ښاروالۍ له بودیجې د ښار په څلورو ناحیو کې ( ۳۶۸۲) متره مربع سړکونه ترمیم او داغ نیونه یې ترسره کړي.
کندهار کې خوارځواکي د ماشومانو د ژوند په ګواښ بدل شوی. کمزوري اقتصاد او د کافي خوړو نشتون میندې او ماشومان خوارځواکي کړي. که څه هم د درملنې مرکزونه زیات شوي خو د خوارځواکو ماشومانو شمیر ورسره نه دی کم شوی او میندې یې د نورو امکاناتو غوښتنه کوي.