د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکي په سیمه او د اریوب - ګردېز لویې لارې امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه لري او وايي، له څه مودې راهیسې یې ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو ترڅنګ جګړو هم زور اخیستی دی.