په دولتي دفترونو او داستوګنو ځایونو کې د بهرنیو ودانیزو توکو او فرنیچرو ځای اوس کونړ کې د نښترو له لرګیو جووړو توکو نیولی. دغه ولایت کې د نښترو له لرګیو جوړ توکي اوس دهیواد ګوډ ګوډ کې پیریدونکي لري چې په دې سره د نجارۍ صنعت هم وده کړې.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکي په سیمه او د اریوب - ګردېز لویې لارې امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه لري او وايي، له څه مودې راهیسې یې ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو ترڅنګ جګړو هم زور اخیستی دی.