ډاکتر احمدزی د تیرې شنبې په ورځ سهار مهال له جلال اباد ښار څخه کابل ته په لاره و، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند په (بهراباد) سیمه کې د ناپيژنده وسله والو کسانو له لوري تښتول شوی دی.
د تښتوول شوي ډاکتر د کورنۍ غړي وایي، چې د ډاکتر منهاج الدین له تښتوول کیدو وروسته ترې د هغه د راخوشې کیدو په بدل کې د پېسو غوښتنه هم شوې.
د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینهپال پر خپل ټوېټر طالبان د دې پېښې مسوول ګڼلي دي. د طالبانو ډلې پخواني غړي عبدالسلام ضعیف هم پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور اختطاف او شکنجه، د ټولو افغانانو د پت خبره یاده کړې ده.
No More Content