د کرنې د برخې يو تن انجينر محمدنسيم اطلاعات روز ته وویل، چې وروستيو ورښتونو نه يوازې د انځرو باغونه بلکې د نورو ميوو باغونه هم زيانمن کړي او کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.
سږکال په ارزګان ولايت کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ شوي وو چې له همدغو باغونو څخه ۲۸۰۷ ټنه انځر په لاس راغلي وو، او انځر د ارزګان په ولايت کې خاص ارزښت لري