ښاغلی عمر وایي، نوموړي نفوذي د خپلو ملګرو له وژلو او مقاومت وروسته، د یو ملګري په مرسته یو هاموې ټانګ او یو رنجر موټر ځان سره یوړل، خو په وینا یې چې د ځواکونو هوایي برید کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره ووژل شو.
نوموړي له لوبغاړو سره ژمنه وکړه چې په نږدې ورځو کې به په ارزګان کې د کرکټ يو لوبغالی او د کرکټ اکاډمي هم جوړه شي.
اطلاعات روز یو شمېر داسې کسان هم موندلي چي تېر دولت یې حقوقي قضیې ور حل کړي، خو دغه کسان وايي د طالبانو حاکمم نظام کې د ریښو لرلو په خاطر ځینې کسان د بایللو قضیو بیا را سپړنه د ځان د ګتي په پار کوي.
د ارزګان د مرکز ترينکوټ «سرخم» سيمه چې د ترينکوټ ښار څخه په څو کيلومترۍ کې پرته سيمه ده د جګړو پرمهال ورته د خلکو لاسرسی نه وه، خو د جګړو په ختمېدو سره دغې سيمې ته اوس هره ورځ لسګونه کسان ورځي.
نوموړی وايي، په هېواد کې سياسي بدلونونو، د نرخونو لوړېدل او بېکارۍ يې د کور اقتصادي حالت ته زيان رسولی او اړ شوی چې د انارو حاصلات له پخېدو مخکې وپلوري.
هغه وايي له تېرو څو کلونو راهیسې یې لسګونه ځوانان د اووشو لوبو لپاره چمتو کړي دي او لاهم په دغه برخه کې ځوانانو ته زده کړې ورکوي.
دوی د موټرچلوونکو دغه ډول چلند مساپرو سره له ظلم څخه ډک يادوي او له مسوولینو غواړي چې ياده ستونزه يې حل کړي.
هغه وايي نورو خصوصي مخابراتي شبکو هم ژمنې کړي دي چې ارزګان کې ياد خدمتونه فعالوي.
خو د رسنيو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې دې خپل نشرات په بې طرفه توګه وکړي او د هېواد په ګټه دې خبرونه نشر کړي.
د دغو اعتراض کوونکو له ډلې ګڼو نورو يې هم له دولت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه که دولت ورته کاري فرصتونه پیداکړي دوی به نه اعتراض وکړي او نه به له چا مرسته وغواړي.