ارزګان کندهار لار

د ارزګان-کندهار کنډ و کپر سړک او لوړو کرایو د خلکو ژوند سخت کړی

خبریال: احسان‌الله ولسمل

د ارزګان- کندهار ترمنځ لويه لاره چې ۱۵۰ کيلومتره اوږدوالۍ لرې، تېر حکومت په شل کالو کې و نه توانېده چې ياده لاره په اساسي ډول ورغوي.

ارزګان ولايت چې ګاونډی ولايت يې کندهار، هلمند، دايکنډي او زابل دي، يوازي د راتګ راتګ لاره د کندهار ولايت سره لري.

دغه لاره د ارزګان د خلکو لپاره ځکه اساسي ارزښت لري چې ټول واردات او صادرات له همدې لارې ترسره کيږي. دغه لاره چې ډيره برخه يې کنډ و کپر او ويجاړه ده، د ژمي په موسم کې پرې تګ راتګ د موټرچلوونکو ته زيات سخت وي.

دغه لويه لاره که څه هم د نورو لويو لارو په پرتله يې فاصله کمه ده خو سفر کول ورباندې سخت ځکه دي چې لاره ټوله په غرونو او دښتي سيمو کې تيره شوې ده.

د تير حکومت په ورستيو کې د ارزګان ولايت د ترانسپورټ رياست د يادې لارې د مساپرو د هوساینې په هدف يو طرحه جوړه کړې وه او موټرچلوونکو د يادې طرحې له مخې چې هره «فلډر» موټر به د ۷سوه افغانيو په بدل کې ۴ مسافرين له يوه طرف څخه تر ټاکلي هدفه رسوي.

خو تر جهموريت تر ړنګيدو او طالبانو تر راتګ وروسته مساپر وايي د يادې لارې موټرچلوونکو په خودسره توګه له ۷ څخه تر ۸ نفرو مساپر په يوه فلډر موټر کې اچوي او هر مساپر څخه ۶۵۰ افغانۍ کرايه اخلي.

دوی د موټرچلوونکو دغه ډول چلند مساپرو سره له ظلم څخه ډک يادوي او له مسوولینو غواړي چې ياده ستونزه يې حل کړي.

د حاجي ولې جان په نوم يو مساپر چې غوښتل يې کندهار ولايت ته ولاړ شي د سفر څخه څو شېبې مخکې يې د اطلاعات روز سره په خبرو کې داسي وويل: «زه ځمه کندهار ته، دلته چې راغلمه کرايه ۶۵۰ افغانۍ راڅخه اخلي موټرچلوونکي دومره زيات کسان په دغه موټر اچوي چې په موټر کې د لاس ايښودلو ځاي نسته، دا څه حال دی، يو څوک دې دغه حالت کنټرول کړي، دلته موټرچلوونکو چور جوړ کړی دی.»

دوی د موټرچلوونکو دغه ډول چلند مساپرو سره له ظلم څخه ډک يادوي او له مسوولینو غواړي چې ياده ستونزه يې حل کړي.

هغه موټرچلوونکي چې د ارزګان- کندهار پر دغه لاره موټر چلوي ياده ستونزه مني خو وايي چې د تيلو او د موټر د پرزو قيمتونه د پخوا په پرتله ډير لوړ شوي دي او دوی اړ دي چې د خپل مصرف د پوره کولو په هدف ډير مساپر په موټرو کې انتقال کړي او ډيره کرايه ورڅخه واخلي.

په اړه يې دوه موټرچلونکي عبدالکريم او هلال اطلاعات روز ته وويل: «موږ مخکي څلور کسان په موټرو کې انتقال کول، خو اوس تاسو خبر ياست، چې د يوه ليټر تيل قيمت په تيرو وختونو کې ۳۰ افغانۍ وه خو اوس دغه قيمت ۷۰ افغانۍ ته پورته شوی دی. موږ مخکې د موټر يو ټاير په ۳ زره افغانۍ اخیستی، اوس يې په ۸ زره افغانۍ اخلو که موږ له خلکو دومره پیسي وانخلو زموږ هغه مصارف چې د سفر پرمهال پر موږ کيږي نه پوره کيږي که د تيلو او د موټرو د پرزو قيمت ټيټ شي موږ به هم د تير په څير عادي کرايي د مسافرينو څخه واخلو.»

د لاري د مسافرينو او موټر چلونکو دغه ستونزې مو د ارزګان حکومتي چارواکو سره شریکې کړې. د ارزګان د ترانسيپورټ مشر حافظ زلمی هم مني چې کرایې لوړې شوې دي او د موټرو ترمنځ بې نظمي رامنځته شوې ده.

هغه يې هم لامل د لارې خرابوالی او د تيلو لوړ قيمتونه ياده وي. نوموړی وايي د لارې د رغولو لپاره يې جدي کار پیل کړی دی او هڅې کوي ترڅو د خلکو دغه ستونزې حل کړي.

حافظ زلمی وايي د کرايي د ټيټولو لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي او د ارزګان کندهار ترڅنګ به د ټولو ولسواليو کرایې هم ټيټي کړي او ترڅنګ به يې هغه لارې چې تګ راتګ پر زيات وي، دوی به يې د رغولو چارې پیل کړي.

حافظ زلمي وويل: «تيل يو څه قيمته شوي دي لاري خرابي دي موږ موټر چلوونکي هم نه ملامت کوو ځکه که دوی کرايي لوړي نه کړي او ډير کسان په موټرو کې انتقال نه کړي نو هغه مصرف چې اوس د موټر چلوونکو څخه کيږي دغه نه پوره کيږي.»

حافظ زلمی وايي د کرايي د ټيټولو لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي او د ارزګان کندهار ترڅنګ به د ټولو ولسواليو کرایې هم ټيټي کړي او ترڅنګ به يې هغه لارې چې تګ راتګ پر زيات وي، دوی به يې د رغولو چارې پیل کړي.

نوموړی وایي، چې د دوی ولايتي مسوولينو د دغو ستونزو په اړه ناستې کړي دي او ډير ژر به يو منظم پلان موټر چلوونکو ته ورکول شي ترڅو کرايي ټيټي شي. ښاغلی زلمی زیاتوي چې د دې ترڅنګ هغه سړکونه او لارې چې اوس خرابې دي، هم د رغولو لپاره ورته پلان لري.

د تېر حکومت پر مهال هم د ارزګان-کندهار پر دغه لويه لاره موټر چلوونکو د لارې د ويجاړې شوي حالت او د ناامنيو څخه سرټکولی دی.

هغه مهال د تير حکومت چارواکو څو ځله د يادي لارې د رغولو ژمنې وکړي او ان پر دغه لارې د رغولو په هدف کار هم پیل شو، خو ناامنۍ د بیا رغونې په برخه کې ستر خنډونه ول.

ارزګان چې شپږ ولسوالۍ لري، دا مهال يې يوازې د مرکز ترينکوټ سره د چورې ولسوالۍ لاره په اساسي ډول رغول شوې ده او د نورو ټولو ولسواليو لارې کنډ و کپر پاتې دي چې خلک يې په ډيرو ستونزو کې له يوي سیمې بلې سیمې ته سفر کوي.