د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي، چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وي، چې له امله یې ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير وويل، چې د پکتيکا په اومنه، برمل، تروه، وړممۍ او ځينو نورو ولسواليو کې د ډيری سيمو خلک له دې امله ماشومان نه واکسينوي چې د عمر په تېرېدو شوخ او يا هم بې لارې کيږي.
اوچا خبرداری ورکړی چې که د افغانستان له خلکو سره د مرستې په لړ کې د بودیجې کمښت دوام پيدا کړي، د روغتيا او تغذيې ۱۷۳ سيار مرکزونه به وتړل شي او له کبله به يې تر پنځو کلونو کم عمره ۷۰ زره او ۲۰۰ ماشومان اغېزمن شي.
تېره ورځ ( جمعه، ۱۲ د وري) په دوو جلا، جلا ولایتونو، هلمند او کاپیسا کې ۶ ماشومان ناچاودو توکو وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي چې څلور یې یواځې نجونې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په ګاونډيو هيوادونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو وضعيت ته په اشارې سره ويلي، چې هغوی د ناوړه ګټې اخيستنې په لړ کې د زيانمنېدو له جدي ننګونو سره مخ دي.
هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي محمدقاسم ریاض وايي، چې پيښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د وږي) د ګرمسير ولسوالۍ اړوند «امیراغا» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پر ايکس خواله رسنۍ د «فري پوليو افغانستان» پاڼې چې د پوليو واکسين په تړاو عامه پوهاوی ورکوي، ليکلي چې تر اوسه په ننګرهار پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي او دا وضعيت د افغانستان او په ځانګړي توګه د ختيځ زون لپاره «ډېر ګواښونکی دی».
یونېسف په دوام کې خبرداری ورکړی چې له یو میلیون زیات افغان ماشومان ښایي له سختې خوارځواکۍ له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړي، خو زیاتوي که یې درملنه وشي، داسې کوم څه به پېښ نه شي.