د عبدالباقي په نوم يو تن معلول چې د ماين په چاودنه کې یې دواړه سترګې له لاسه ورکړي وايي، د دريو ماشومانو او يوې ميرمنې ساتنه کوي، خپله دکار کولو توان نه لري او په کورنۍ کې یې بل داسې کس نشته چې کار روزګار وکړي.
د دغو اعتراض کوونکو له ډلې ګڼو نورو يې هم له دولت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه که دولت ورته کاري فرصتونه پیداکړي دوی به نه اعتراض وکړي او نه به له چا مرسته وغواړي.