د افغان کارټ شرکت لپاره د طالبانو ریيس سيد محمد قسیم وایي، دغه شرکت تردې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ.
دغه راز د تازه مېوې سوداګر سميع الله افغان وایي، سږکال د لارې د بندښت ترڅنګ له پاکستان سره د سياسي اړيکو خرابوالي هم د دواړو هيوادنو پر سوداګرۍ منفي اغيزې کړې دي.
د عزيزالله په نوم د انارو يو تن سوداګر وايي، سږکال د پاکستان حکومت له خوا د لارې بندېدو او د محصول ډیرېدو له درکه ورته په لکونو افغانيو زيان اوښتی دی.