بایډن زیاته کړه، چې امریکا به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي. هغه وایي، امریکا د امریکایانو د ګټو ساتنه ته دوام ورکوي او که هر څوک د امریکا پر وړاندې ګواښ وکړي، امریکا به یې پیدا او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې بریدونو کې ښایي د ځانمرګو عملیاتو، وژنو، تښتونو، برمته نیونو او بم ایښودونو په ګډون له پراخو تکتیکونو کار اخیستل شامل وي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په شپه (۱۰ د زمري) په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي: «د کابل په مرکز کې د ظواهري شتون ... د طالبانو او القاعدې تر منځ د دوامدارو اړيکو او همکارۍ ښوونه کوله».
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون هیڅ هیواد ته د افغانستان له خاورې څخه کوم خطر نشته. نوموړي وایي، چې طالبان د دوحې د تړون عملي کولو غوښتوونکي دي او باید سرغړونه ترې پای ته ورسېږي.
په دې راپور کې یادونه شوې چې القاعده اوس هم له طالبانو پراخې اړېکې لري او افغانستان ته ازادانه ډول تګ راتګ کوي. طالب چارواکو د دغه راپور موندنې رد کړي دي.