کابل کې د القاعده د مشر وژل کیدل؛ بلینکن: طالبانو خیانت وکړ

اطلاعات روز: کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن طالبان د دوحې له تړون څخه په «جدي» سرغړونو تورن کړل او ویې ویل، چې دغې ډلې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو او د نړۍ له لوري د دوی دحکومت په رسمیت پیژندلو په اړه له خپلې غوښتنې سره «خیانت» وکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په شپه (۱۰ د زمري) په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

هغه وویل، چې خپله یې د دې برید اجازه ورکړې او د الظواهري په وژلو سره عدالت تامین شوی دی او «دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی.»

بلینکن د الظواهري د وژنې په غبرګون کې په یوه بیان کې ویلي چې طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر په کوربه توب او پناه ورکولو سره د دوحې له تړون څخه جدي سرغړونه کړې ده. هغه زیاته کړې، طالبانو نړۍ ته ډاډ ورکړی و، چې چاته اجازه نه ورکوي، چې  ترهګر د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «هغوی (طالبانو) د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو او د نړۍ له لوري د دوی دحکومت په رسمیت پیژندلو په اړه له خپلې غوښتنې سره «خیانت» وکړ.

بلینکن زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د ژمنو نه علمي کېدو سره سره به متحده ایالات له افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته نړۍ امن شوې او په خبره یې، امریکا به د هغو کسانو په وړاندې چې امریکا او د هغوی ملګري ګواښي، خپلو قاطعانه اقداماتو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په کابل کې د القاعده شبکې د دوهم مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.