سرچينه زياتوي، چې وژل شوي ډاکتر دننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون په جراحي وارډ کې دنده تر سره کوله.
تر اوسه د دې پېښې انګيزه روښانه نده او نه هم د ننګرهار ولايتي مسوولينو په دې تړاو څه ويلي دي.
نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «د چپرهار زړې هډې» ته څیرمه د ناپيژانده وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند محمداصف حکيمي اطلاعات روز ته وويل چې دغوکسانو دوې ورځې مخکي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د دوراهي سياه سيمه کې په يوه کور کې يو ماشوم وژلې و.