نوموړی وایي، د کانال اړوند د خرما بڼ چې په څلویښت جریبه ځمکه جوړ شوی تیر کال یې حاصل ۱۸ ټنه راټول شوی و، خو سږکال یې حاصلات دوه ویشت ټنه اټکل شوي.
ښاغلی غریبمل هیله من دی، چې دې سره به د خرما حاصلات زیات او ورسره به هیواد ته د خرما د وارداتو مخه هم ونیول شي. غریبمل زیاته کړه: «په نوي کال کې د کانال په ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما نوې باغونه جوړ کړو، چې دې سره به د خرما حاصلات هم زیات شي.»