د ارزګان ولايت امنيه قومندانۍ کې د طالبانو د راتګ وروسته په لومړي ځل د رسنيو په شتون کې چارواکي د ۲۰۰ هغو کسانو د فراغت خبر ورکوي چې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړي دي.
پر هغې شپه طالبانو د کلي خلک بندیان نیولي ول او ټول یې د هماغه کلي نږدې تپې ته ولېږل. غلام علي، پلار او دوه خویندې یې هم طالبانو ونیول. له هغې وروسته چې د غلام علي د پلار پام شو چې مېرمن او ماشوم یې ټپيان شوي، طالبانو خوا ته ورغی او له هغوی یې وغوښتل څو اجازه ورکړي چې ښځه او ماشوم یې روغتون ته یوسي، خو هغوی یې د پلار ځواب په مرمۍ ورکړ.
والي وایي، چې یادو وسله والو له دې وړاندې د کونړ په مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد فعالیتونونه کول.
دولتزي زیاته کړه: «یاد عملیات قرغیو کې شوي چې پر مهال یې د داعش د ځان وژنکو بریدونو تنظیم کوونکي وژل شوی او یو بل د اړیکو په تور نیول شوی. عملیات ملي امنیت کړي دي.» داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هغه په وينا د طالبانو نظامي او استخباراتي کسانو هڅه پيل کړې، تر څو د يادې ډلې نور غړي او همکاران هم ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ښاغلی خوږیاڼی وایي، وژل شویو کسانو پلان درلود چې جلال اباد ښار کې په دولتي ارګانونو ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي چې هدف ته تر رسیدو وړاندې په نښه شول.
د خوږیاڼي په خبره چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو یو میل کلاشنکوف د پنځه شاجورونو سره، یوه پرتله او یو د تفنګچې شاجور هم ترلاسه کړي دي. خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د موټر بم بریدونو زمینه ساز خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیولی دی.»