د افغانستان د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، د روان کال پر مهال د استخباراتو ادارې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په مستقيمه او غير مستقيمه توګه او د خبريالانو د نيونې، ګواښنې او ويرونې له لارې د رسنيو او بيان د ازادۍ په ځپنه کې لاس درلود.
د راپورونو پر بنسټ، د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې یوولس افغان خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نیږدې شل ټپيان شوي، چې ورسره ټول هېواد کې د خبریالانو او رسنوالو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې.
نوموړی د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره د قانون او د مشخصې پالېسۍ نشتون هغه ستونزه ګڼي چې له کبله یې خبریالان ډیر کله د راپور په جوړولو کې حیران وي.