د بحران ډلې د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه نه کول نيمه ټولنه ځپي او همدا راز تر جنګ وروسته د اقتصاد ښه کولو لپاره د طالبانو هڅې خرابوي.
درې ښځې او یو نارينه چې د زنا په تور نيول شوي وو، هر يو يې نهه دېرش دورې ووهل شول او په دوه کاله بند محکوم شول، البته دوه تنه نارينه چي د غلا په تور نيول شوي وو، هر يو يويشت دورې ووهل شو او د يوې مياشتې له پاره بنديان شول
د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي امید الله اطلاعات روز ته وویل، چې د بې رزوګارۍ له امله یې د یو کلي چې لر لیوني نومیږي، ۱۰۰ ځوانان یې ایران ته په قاچاقي لارو لړل چې د هغه په خبره دوه یې په لاره کې مړه هم شول.